د لاسرسي ځای

تازه خبر

د هند په یو روغتون کې ۳۰ ماشومان مړه شوي دي


د هند په اترپردېش ايالت کې په یو روغتون کې د نوي زېږېدلیو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ ماشومان مړه شوي دي. چارواکيو په سمدستي توګه په دغه اړه پلټنې پیل کړي دي.

د اترپردېش د ګوراک پور ښار یو چارواکي نن (شنبه) یوې خبرې غونډې ته ویلي دي چې ماشومان د اکسیجن د کمي له کبله مړه شوي دي ځکه چې یوې شخصي کمپنۍ روغتون ته د اکسیجن د سلینډرو ورکول درولي وو او له روغتونه يې د خپلې تیرې قرضې غوښتنه کوله.

له پېښې وروسته ځايي چارواکو دا خبره رد کړه چې ګنې ماشومانو د اکسیجن د کمي له کبله ژوند له لاسه ورکړی دی.

حکومت د پېښې په اړه پراخې پلټنې پیل کړي دي.

XS
SM
MD
LG