د لاسرسي ځای

د باجوړ مټاکه کې یو بس پر یوه ماین ختلی، دوه تنه مړه ۲۶ ژوبل


د باجوړ چارمنګ ناوګۍ تحصیل په مټاکه سیمه کې د سړکغاړې یوې بم چاودنې لږ تر لږه دوه کسان وژلي او ۲۶ نور یې ژوبل کړي دي. په سيمه کې د مشال راډيو خبريال د پولیټکل چارواکیو له خولې وايي چې چاودنه د جمعې په غرمه په مټاکه سيمه کې هله وشوه چې د سورلیو بس ړ سړکغاړې پر یوه ښخ ماین وروخوت. په پېښه کې ټپي شوي یوه تن له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په بس کې به نېږدې ۶۰ تنه سپاره ول. چارواکي وايي په چادونه کې ۲۰ ژوبل کسان ځايي لوی روغتون ته رسول شوي دي او شپږ تنه پېښور ته وړل شوي دي. د چادونې ذمه واري تراوسه چا نه ده منلې. د شاهنواز تره کزي راپور

XS
SM
MD
LG