د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان په حکومتي کابینه کې څلور نور وزیران ګمارل شوي


د پاکستان ولسشمر ممنون حسېن د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې له دې څلورو وزیرانو څخه سوګند واخیستی.

د پاکستان سرکاري راډیو پر خپله ویب پاڼه لیکلي چې په دوی کې دانیال عزیز او ممتاز احمد تارړ د وفاقي وزیرانو په توګه سوګند کړی دی او بلې خواته سید ایاز علي شیرازي او میر دوستین خان ډومکي د وزیر مملکت په توګه دنده پیل کړې ده.

د دې څلور نویو وزیرانو دندې نه دي په ډاګه شوې. د پاکستان لنډمهاله وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د نواز شریف تر لرې کېدو وروسته خپله کابینه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG