د لاسرسي ځای

د شمالي وزیرستان قبايلي مشران او د جمعیت علما اسلام ګوند ځايي غړي وايي چې په قبايلي سيمو کې دې ژر تر ژره اييني او انتظامي اصلاحات وشي.

قبايلي مشرانو او د ياد ګوند غړو د چارشنبې ورځ په بنو کې د يوې غونډې پر مهال وويل چې حکومت دې نور فاټا اصلاحات نه ځنډوي او د ملک نورو برخو په څير قوانين دې دلته هم نافذ کړل شي.

ياده دې وي چې د پاکستان حکومت د فاټا اصلاحاتو منظوري نه ده ورکړې خو وايې چې دوی په دې لړ کې سنجیده دي.

XS
SM
MD
LG