د لاسرسي ځای

طالبانو دوه سوه پینځه دیرش هغه کسان خوشي کړي دي چې د افغانستان په لیرې پرته شمالي سیمه کې يې له یو کلي یرغمل کړي ول.

د سر پل ولایت د ګورنر ویاند ذبیح الله اماني د سېشنبې پر ورځ اې ایف پي خبري اژآنس ته ویلي چې له میرزا اولنګ سیمې د قامي مشرانو په مینځګړیتوب د ښځو او ماشومانو په ګډون ۲۳۵ وګړي خوشې کړل شوي دي.

میرزا اولنګ د سري پل ولایت په صیاد ولسوالۍ کې یو کلې دی چې د افغان چارواکیو په وینا طالبانو له اسلامي دولت ډلې سره په شریکه د اګست په پینځمه نېټه ۵۰ شییعه وګړي وژلي ول او له برید وروسته يې ۱۵۰ کورنۍ یرغمل کړې هم وې.

XS
SM
MD
LG