د لاسرسي ځای

د چین بهرنیو چارو وزیر وايي هېواد یې د شمالي کوریا خلاف د ملګرو ملتونو د بندیزونو له کبله که څه هم تر ټولو زیات تاواني کېږي ځکه چې له شمالي کوریا سره یې نږدې اقتصادي روابط لري، خو دوی بیا هم خپله ژمنتیا ښکاره کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دوشنبې پر ورځ د فلیپين په سر ښار منیلا کې وویل، د سلامتي کونسل نوی قرارداد چې د اونۍ په پای کې منظور شو، او موخه یې د شمالي کوریا د صادراتو کچه یو په درې کمول دي،د پیانګ یانګ د میزایلو د ازموینو د ودرولو لپاره د چین ژمنتیا ښايي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وايي د دغو بندیزونو تر ټولو زیات اغېز به په چین وي خو د نوموړي په وینا د اټومي وسلو د پراختیا د مهنیوي او د سیمه ییز امنیت او استحکام د برقراره ساتلو لپاره به چین لکه د پخوا په څېر د شمالي کوریا خلاف منظور شوی قرارداد په بشپړ ډول تطبیقوي.

چین د دې باوجود چې وايي د شمالي کوریا له عادي وګړو سره به یې تجارتي اړیکې اغیزمنې نه شي، د یاد هېواد خلاف د ملګرو ملتونو د سختو بندیزونو ملاتړ کړی دی.

د تازه بندیزونو له مخې د شمالي کوریا نه د سکرو، اوسپنې، فولادو او سمندري خوراکونواخیستل منع شوي دي.

XS
SM
MD
LG