د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان ګڼو سیمو کې بارانونو تر ۱۰۰ کسان وژلي


په پاکستان کې د وروستیو بارانونو او سیلابونو له امله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۰۰ اوښتی دی.

په دغه هېواد کې د قدرتي افتونو سمبالولو قامي ادارې (این ډي اېم اې) چارواکي وايي چې د پشکال د بارانونو له امله په وژل شویو او ټپي شویو کسانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې دي.

د ادارې له خوا د پنجشنبې په ورځ په یوه تازه راپور کې ویل شوي دي چې بارانونو او سیلابونو په تېرو پینځه اونیو کې په خیبر پښتونخوا کې ۲۲، سیند صوبې۶، په بلوچستان کې ۲۶، په قبایلي سیمو کې ۱۶ او په پنجاب کې ۳۱ کسان وژلي دي. بارانونو ۱۴۸ کسان ټپیان کړي هم دي.

د چارواکیو په وینا بارانونو تر ټولو زیات زیان په خیبر پښتونخوا صوبه کې اړولی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG