شوکدر کې سېلاونو د سر او مال زیان اړولی دی
د شوکدر بازار او ورڅېرمه کلیو کې سېلاونو دوه ماشومان وژلي او تر ۳۰ زیات کورونه یې ړنګولي دي. د مشال راډیو خبریال شاهنواز تره کزی وايي چې د مومندو له غرونو سېلابي اوبه د خواجه وس او منسوکا پر سیمو تر شوکدر بازاره ورغلې او د ښارګوټي دکانونو، کورونو او ځینو سرکاری ودانیو ته ننوتي دي، چې د چارواکو په وینا کاروباریانو ته یې په لکونو روپۍ تاوان اړولی دی.