پشکال په بنو او شوکدر کې د سر او مال زیانونه اړولي
په بنو کي بېګاه شپې توپاني باران په بېلابېلو سیمو کې کورونه ړنګ کړي دي او د بنو په امندۍ کې یې د نجونو یو ابتدايي ښوونځی هم چپه کړی دی. په نیمه قبایلي سیمه بکاخېل کې د یوې کوټې چت پرېوتو یو تن وژلی دی. بلخوا په شوکدر بازار او خواوشاه کلیو کې هم سېلاونو دوه ماشومان وژلي او تر ۳۰ ډېر کورونه یې ړنګولي دي. پشکال هر کال په لره بره پښتونخوا کې مالي او ځاني تاوانونه اړوي. د شاهنواز ترکزي ویډیو