د لاسرسي ځای

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټېلرسن وايي ، پلان لري چې د روانې اونۍ په پای کې په منیلا کې له خپل روسي سیال سرګی لاوروف سره لیده کاته وکړي.

ریکس ټېلرسن دا خبره د سېشنبې په ورځ کړې ده او ویلي یې دي چې د امریکا او روس اړیکې لا هم تر پام وړ فشار لاندې دي.

خو د نوموړي په وینا امریکا له روس او نورو سره د داسې شرایطو پر برابرولو کار کوي چې په شام کې د امن لپاره خبرې اترې پرمخ لاړې شي.

ریکس ټېلرسن وویل ، د امریکا اوس هم فکر کوي چې بشارالاسد پر شام د واکمنۍ لپاره هیڅ راتلونکی نه لري او له یاغیانو په ځپلو کې د بشارالاسد د ځواکونو ملاتړ کوونکي ایران جنګیالي باید خپل هیواد ته ستانه شي.

نوموړي زیاته کړې چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د امریکا او روس ګټي سره شریکې دي.

XS
SM
MD
LG