د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران پر امریکا نوي تورونه پورې کړي


ایران ملګرو ملتونو ته په یو شکایت کې پر امریکا تور پورې کړی دی چې د تهران او نړیوالو ترمنځ له شوي ایټمي تړون څخه سرغړونه کوي.

د ایران خبري رسنیو د سېشنبې په ورځ ناوخته خبر ورکړی چې تهران د امریکا له خوا د یاد هیواد د بېلسټیک توغندي د ازموینې او بشري حقونو څخه د سرغړونو په تور کې لګول شوي بندیزونه د هغ ایټمي تړون پرضد بولي چې په ۲۰۱۵م کال کې شوی وو.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د خزانې وزارت تېره میاشت د ایران پر شپږو کمپنیو په دې تور کې بندیزونه ولګول چې د بېلسټیک توغندي په جوړولو کې یې رول لوبولی وو.

د دې تر څنګ امریکا تېره میاشت د دې لپاره هم قانون سازي وکړه چې د ایران د توغندیو پر نظام ، هلته له بشري حقونو پر سرغړونو او د دې هیواد پر انقلابي ساتونکي ځواک نوي بندیزونه ولګوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG