د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانیا افغانستان ته نور عسکر لېږي


د امنیتي ځواکونو په چارو کې د بریتانیا د دولت وزیر مارک لَنکَسټر وايي، د ترهګرۍ په وړاندې جګړه کې د بریالیتوب لپاره په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر زیاتوي.

مارک لَنکَسټر کابل ته د سفر په ترڅ کې هلته له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، ډیر زر به افغانستان ته تر پنځه سوو زیات اضافي سرتیري واستوي.

نوموړې همدارنګه ټینګار وکړ چې هیواد به یې د افغان ځواکونو ملاتړ ته په راتلونکو کلونو کې هم دوام ورکړي.

مارک لَنکَسټر زیاته کړه چې د افغانستان په هوايي ځواک کې ښه بدلونونه لیدل کیږي او دې هیواد ته استول کیدونکي بریتانوي پوځیان به د افغان هوايي ځواک په روزونه کې همکاري وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG