د لاسرسي ځای

د پاکستان مسلم ليګ نون ګوند کانديد شاهد خاقان عباسي نن د قامي اسمبلۍ غونډې پر مهال ۲۲۱ رايې واخيستې. د هغه په مقابل کې د پیپلز ګوند کانديد نوید قمر ۴۷، د پاکستان تحریک انصاف ګوند لخوا کانديد شېخ رشید ۳۳ او د جماعت اسلامي صاحبزاده طارق الله يوازې څلور رايې واخيستې.

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین د دې هېواد د قامي اسمبلۍ غونډه نن (سېشنبه) د نوي لنډ مهاله وزيراعظم د ټاکلو لپاره وربللې وه. په قامي اسمبلۍ کې د غړو ټول شمېر ۳۴۲ دی خو د وزيراعظم جوړېدو لپاره د ۱۷۲ رايو ګټل اړين دي.

شاهد خاقان عباسي څوک دی؟

دا ټاکنې تر هغه وروسته کېږي چې د جولايي پر ۲۸مه نېټه پاکستان سپریم کورټ (سترې محکمې) د پاناما اسنادو د مقدمې په اورېدنه کې انتخاباتي کميسيون ته د پوره شتمنیو نه ښکاره کولو په تور نواز شریف د وزیراعظمۍ څوکۍ لپاره نااهله وګرځاوه. د سپریم کورټ له پریکړې وروسته نوازشریف پر ځان لګیدلې تورونه رد کړل او وې ویل، له ده سره چې کوم سلوک شوی، د هغه مستحق نه وو.

بل پلو د پاکستان انتخاباتي کميسيون ويلي چې د قومي اسمبلۍ پر حلقه اېن اې ۱۲۰ به د راتلونکې سپټمبر مياشتې پر ۱۷مه نېټه ضمني ټاکني کېږي. کميسيون نن په خپرې شوې خبرپاڼې کې ويلي چې کانديدان د اګست له ۱۰مې تر ۱۲مې نېټې خپل کاغذان له ريټرنګ افيسر سره جمع کولای شي. د قامي اسمبلۍ دا چوکۍ د سپريم کورټ لخوا د نواز شريف د نااهله ګرځولو وروسته خالي شوې ده. مسلم ليګ نون ګوند وار له مخه پرېکړه کړې چې پر دې چوکۍ به د نواز شريف کشر ورور او د پنجاب صوبې وزيراعلا شهباز شريف دروي تر څو د هېواد وزيراعظمۍ ته لاره ومومي. نورو ګوندونو لا تر دې دمه د خپلو کانديدانو د نومونو اعلان نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG