د لاسرسي ځای

اسلام اباد - شاهد خاقان عباسي په ۱۹۵۸ز کال کې زېږېدلی وو او پلار یې د فضايي ځواک لوړپوړی افسر خاقان عباسي نومېده.

عباسي لومړۍ زده کړې په کراچۍ او مري کې کړې دي او د امریکا د کیلیفورنیا له پوهنتونه یې په برقي انجینرۍ کې لېسانس یا بیچلرز کړی او وروسته یې له جارج واشنګټن پوهنتونه په همدې څانګه کې ماسټری وکړه.

عباسي په امریکا کې هم کار کړی او بیا په سعودي عربستان کې د تېلو او ګیس په څانګه کې یې دنده پرمخ وړې.

شاهد خاقان عباسي پیلوټي هم کړې.

په ۱۹۸۸ز کال کې د پېنډۍ په اوجړي کیمپ کې د پاکستان پوځ د وسلو په ډېپو کې چاودنه وشوه چې پکې د عباسي پلار هم ووژل شو. تر دې وروسته نوموړي ټولټاکنو ته ودرېد او له مري څخه یې د پاکستاني پارلېمان د قامۍ اسمبلۍ څوکۍ وګټله.

شاهد خاقان عباسي د ۱۹۹۰ز، ۱۹۹۳، ۱۹۹۷، ۲۰۰۸ او ۲۰۱۳ز کال په انتخاباتو کې هم د اسمبلۍ غړی ټاکل شوی او په ۲۰۰۲ز کال کې یې د پیپلز ګوند له نومانده انتخابات بایللي ول.

دی په ۱۹۹۷ز کال کې د نواز شریف په دویمه واکمنۍ کې د پاکستان هوايي شرکت (پي ای اې) مشر شو خو چې په ۱۹۹۹ز کال کې پخواني پوځ مشر جنرال پروېز مشرف د شریف حکومت ړنګ کړ نو عباسي یې هم له شریف سره یو ځای زنداني کړ او دوه کاله بند یې تېر کړ.

شاهد خاقان عباسي اوسمهال د پاکستان د تېلو او ګیس وزیر دی او نواز شریف د لنډمهاله وزیراعظمۍ څوکۍ ته نومولی دی.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG