د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بیت المقدس په زیارت کې نښتې شوې


د بیت المقدس په هغه سپېڅلي زیارت کې نښتې شوې دي چې په زرګونه مسلمانان تر هغې وروسته لمونځ ته ورغلل چې اسراییل تېر مازیګر له هغه ځایه امنیتي الات لرې کړل.

دا امنیتي الات اسراییلو دوه اوونۍ مخکې لګولي ول. اسراییلیو پولیسو تېر مازیګر هغه وخت اوښکې تویونکی ګیس او ربړي ګولۍ وکارولې چې فلسطینیانو د مسلمانانو او یهودانو دواړو په سپېڅلي ځای کې پر هغوی کاڼي وورول.

د فلسطین روغتیايي چارواکي وايي، له اقصا جومات سره نېږدې په نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ فلسطینیان ژوبل شوي دي.

په سیمه کې کړکېچ تر هغې وروسته زیات شو چې اسراییلو له جومات سره نېږدې زیات امنیتي اقدامات وکړل او هلته یې د وسپنیزو شیانو د معلومولو الې نصب کړې.

دا کار اسراییلو د روانې میاشت پر ۱۴مه له جومات سره نېږدې په ډزو کې د دوو پولیسانو تر وژنې وروسته وکړ خو د جولای پر ۲۵مه اسراییلي وزیراعظم بنیامین نتنیاهو وویل، دا الې لرې کوي او پر ځای یې د څار داسې لارې کاروي چې خلکو ته زیات خنډ جوړ نه کړي.

د دې په غبرګون، مسلمانو مشرانو د جمعې پر ورځ خلکو ته وویل چې اوس د اقصا جومات په ودانۍ کې لمونځ کولای شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG