د لاسرسي ځای

فیصل: پاکستان وسله والو ته د بریدونو لپاره استخباراتي معلومات ورکوي


د افغان حکومت اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل

د افغان حکومت اجراییه ریاست پر پاکستان تور پورې کړی چې په افغانستان کې وسله والو ته د بریدونو لپاره استخباراتي معلومات او نقشې ورکوي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوېد فیصل د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې خبري غونډې ته وویل، نړیوالې ترهګرې ډلې هڅه کوي چې روان کال د افغانستان یو شمېر ولایتونه سقوط وکړي. ده وویل، په ځانګړي ډول پاکستان د دې ډلو ملاتړ کوي.

اسلام اباد د افغان اجراییه ریاست د مرستیال ویاند د څرګندونو په اړه لا څه نه دي ويلي خو پخوا یې دا ډول تورونه رد کړي.

د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د دوشنبې (یا ګل) پر ورځ په کابل او لاهور کې تر ځانمرګو بریدونو وروسته ویلي ول چې پاکستان او افغانستان دواړه د ترهګرۍ ښکار دي او باید په ګډه یې پر ضد اقدامات وکړي.

XS
SM
MD
LG