اسراييلي وزيراعظم بنیامین نتنیاهو الجزيره ټېليويژن تورن کړی چې په بیتالمقدس کې تاوتریخوالي ته لمن وهي او غواړي چې دا چېنل له اسرايیلو وباسي. د الجزیره ټېليويژن مرکزي دفتر د قطر په پلازمېنه دوحه کې دی او په بیتالمقدس کې د نښتو په اړه زیات راپورونه او معلومات خپروي.
دا په داسې حال کې ده چې فلسطینیانو د اسرايیلو د هغو امنیتي تدابیرو پر ضد سخت اعتراضونه کړي چې د بیتالمقدس په حرم شریف کې یې په دې وروستیو کې عملي کړي دي.
حرم شریف او یا د "غره معبد" په بیتالمقدس کې یو له سپېڅلو ځایونو بلل کېږي.