لواړګې کې د چراغ محلې په نوم د عیساويانو ودانۍ
د خیبر اېجنسۍ له لواړګې بازار سره په خوا کې د چراغ محلې په نوم یوه ودانۍ کې د ۱۹۱۴م کال راهیسې کریسچن یا عیسوي ټولنې وګړي ژوند کوي.د دغې محلې وګړي وایي چې په دې محله کې خوا وشا ۲۰۰ کسان ژوند کوي خو د استوګنۍ ځایونه یې ډېر تنګ دي او ژوند یې له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي. د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.