د پاکستان د شماریاتو محکمه وايي ، په ملک کې یې سرشمېرنه پای ته رسولې ده او رپورټ به یې د جولايي پر ۳۱مه د شریکو ګټو کونسل ته وړاندې کوي.
د یادې محکمې د سرشمېرنې څانګې مشر حبیب الله خټک د سېشنبې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې یوازې یو څو سیمې پاتې دي چې تر امنیتي ډاډګېرنې وروسته به هلته هم سرشمېرنه وشي.
د پاکستان د اساسي قانون له مخې باید هر لس کله وروسته په ملک کې سرشمېرنه وشي خو دا ځل ۱۹ کاله وروسته وشوه.