د ترکي ولسمشر رجب طیب اردغان چې د سعودي عرب په مشرۍ کې د عربي هېوادونو د ایتلاف او قطر ترمنځ د شخړې د دریمګړیتوب په موخه د خلیجي هېوادونو په سفر و، د خپل دوه ورځني سفر په پای کې له قطره ستون شوی دی.
اردغان د دوشنبې پر ورځ د قطر له امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني سره پر هغه بحران خبرې وکړې چې ترمخې یې سعودي عرب، متحده عربي امارات، بحرین او مصرله قطر سره هر ډول سفارتي او تجارتي اړیکې پرېکړې دي.
سیمې ته د اردغان د سفر پرمهال د څه ډول پرمختګ څرک نه دی لګیدلی. د قطر سرکاري خبري اژانس ( QNA ) لیکلي چې د قطر واکمن له اردغان سره د لیدو پرمهال د سیمه ییزو پرمختګونو، په ځانګړي ډول د خلیج د شخړو او د سفارتکارۍ له لارې د دغو شخړو د هوارۍ د هڅو بیا کتنه کړې ده.