د لاسرسي ځای

تازه خبر

درانی: د برمته شوو ولسي وګړو ژغورلو هڅې دوام لري


د قندهار د امنې قومندانۍ وايي په شاه ولي کوټ ولسوالۍ کې د دولت وسله والو لخوا د یرغمل شوو ملکي وګړو د ژغورولو هڅې دوام لري.

د امني قومندانۍ ویاند ضیا دراني تیره شپه مشال راډیو ته وویل چې د یرغمل شوو د موقعیت د معلومیدو په صورت کې به د هغوي د ازادولو لپاره د هوايې ملاتړ په ګډون پوځي عملیات وشي.

د دراني په خبره امنیتي ځواکونه د ژغورنې د ممکنه عملیاتو پر مهال له پوره دقت او پاملرنې کار اخلي چې یرغمل شوو او نورو ملکیانو ته زیان ونه رسېږي.

وسله والو تیره اونۍ د قندهار په شاولي کوټ ولسوالۍ کې شاوخوا ۷۰ ملکیان یرغمل کړل چې د چارواکو په وینا ۷ کسان يې وژلي یو شمیر يې خوشې کړي او ۳۳ تنه يې له ځانه سره وړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG