د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیا په جانيخېلو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښتې شوي


د افغانستان د پکتیا ولایت په جاني‌خېلو ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه.

د پکتیا امنیه قوماندان جنرال توریالی عبدیاني وايي چې ولسوالۍ سقوط نه دی کړی او شدیده جګړه روانه ده.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د ښار دولتي ځایونو او ولسوالي واک د وسله والو طالبانو په لاس کې دی.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې ولسوالۍ کې یې لسګونه پولیس وژلي او زخمي کړي دي.

ده دا هم وویل چې ګڼ مهمات د دوی لاسته ورغلي او دوه طالبان وژل شوي، درې ټپيان دي. خو افغان چارواکي دا خبره ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG