د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور های کورټ د مسلم خان پانسۍ وځنډوله


د پېښور های کورټ
د پېښور های کورټ

د پېښور هاي کورټ چيف جسټس يحی اپريدي د جولايي پر ۲۱مه د تحریک طالبان پاکستان د سوات د پخواني وياند مسلم خان د پانسۍ سزا ځنډولې ده.

مسلم خان ته یاده سزا د ۲۰۱۶م کال د ډسمبر پر اتمه نېټهد پاکستان يو پوځي عدالت اورولې وه.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتو څانګې ويلي وو چې مسلم خان ته سره له نورو اتو وسله والو د بي ګناه انسانانو او د امنيتي سرتيرو د وژنې په جرم کې د مرګ سزا ورکړل شوې وه.

د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا مسلم خان ته د مرګ د سزا پخلی هم کړی وو.

اوس پوښتنه دا ده چې د پیښور هاي کورټ دمسلم خاند پانسۍ سزا پر کوم بنیاد ځنډولې ده؟

د خيبر پښتونخوا ايديشنل ايډوکيټ جنرل سيد قیصر علي شاه په دې اړه مشال راډیو ته وویل ، عموما دا کسان عدالت ته په دې د آرټيکل ۲۴ له وجياپيل کوي چي دوي ته په پوځي عدالت کې د خپل ځان د دفاع پوره وخت نه دی ورکړل شوی نو دوي ځکه په خپله سزا عملدرامد ځڼدول غواړي.

قصر علي شاه وویل ، د مسلم خان د پانسۍ پر سزا د عملدرامد درولو اپیل په هاي کورټ کي د هغه ميرمنې ندا بي بي د طارق اسد ايډوکیټ په توسط کړی دی.

په عدالت کي موجود د نيوز ورخپاڼې خبریال اختر امين مشال راديو ته وويل چې د دې اوريدنې پر مهال د مسلم خان وکيل طارق اسد موجود نه وو.

اختر امین وویل ، د خيبر پښتونخوا د استغاثې وکيل منظور خلیل عدالت ته استدعا وکړه چي د وکيل د غير موجودګۍ پر بنیاد دې عدالت دا مقدمه خارجه کړي.

د اختر امین په وینا ،عدالت وويل چي وروستۍ موقع به ورکړي نو ځکه یې د یادې مقدمې اورېدنه د جولای تر ۲۷مې نېټې وځنډوله.

په پاکستان کې د مرګ له سزا بندیز له هغه وروسته لرې کړل شو چې وسله والو په پېښو رکې پر ارمي پبلک سکول په برید کې تر ۱۶۰ زیات کسان ووژل چې شاوخوا ۱۴۲ پکې ماشومان وو.

له هغه وروسته د وسله والو د مقدمو اورېدنې لپاره پوځي عدالتونه جوړل کړل شوو چې حکومت او پوځي چارواکي یې بریالي او د اپوزېشن یو شمېر ګوندونه یې غیرموثر بولي.

XS
SM
MD
LG