د لاسرسي ځای

تازه خبر

"امریکا د شامي یاغیانو له روزنې لاس اخلي"


د شام د جګړې یو عکس
د شام د جګړې یو عکس

د امریکايي پوځ یو لوړپوړي جنرال ټوني تهامس د دې پخلی کړی دی چې سي آيي اې د شام د ولسمشر بشرالاسد پرضد د جګړې لپاره د یاغیانو د روزلو پروګرام رانغاړي.

جنرال ټوني تهامس زیاته کړې ده چې دا کار يي د روس د خوشالۍ لپاره نه دی کړی.

په شام کې د امریکا د ځانګړو عملیاتو مشر جنرال ټوني تهامس د جولايي پر ۲۱مه د امریکا په کولوراډو کې یوې غونډې ته د وینا په وخت ویلي دي چې دا یوه ډیره ستونځمنه پریکړه وه خو دا يې د روس په خاطر نه ده کړې.

جنرال ټوني تهامس زیاته کړې ده چې د پروګرام ځیني ناقدین په دې نتیجه رسیدلي وو چې یاغیان ولسمشر اسد له واکه د لیرې کولو موقعه نه لري.

دا پروګرام په ۲۰۱۳م کال کې د امریکا د هغه وخت ولسمشر باراک اوباما پیل کړی وو چې موخه يې د ولسمشر بشارالاسد له واکه لیرې کول وو خو تر اوسه يي ډیر لږ پرمختګ کړې وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG