د لاسرسي ځای

ټرمپ :ایران دې برمته شوي امریکايان خوشي کړي


د امریکا ولسمشر ایران ته خبرداری ورکړی چې که چیرته ټول امریکایي وګړي له خپلو زندانونو خوشي نه کړي نو له نویو جدي پایلو سره به مخامخ شي.

دا خبره سپینې ماڼۍ د جمعې په ورځ خپره کړه.

ولسمشر ټرمپ پر ایران غږ کړی چې رابرت لیوینسن چې پخوا د امریکا د فدرالي پولیسو کار کونکی و او څه باندې لس کاله کېږي چې په ایران کې تری تم شوی، همداراز سیامک نمازي، د هغه پلار باقر او ټول هغه امریکایان چې په غیر عادلانه ډول په ایران کې نیول شوي دي باید خوشي کړل شي چې خپل هېواد ته ستانه شي.

سپینه ماڼۍ وایي، نېږدې ۴۰ کاله کېږي چې ایران د خلکو له نیولو او برمته کولو د دولتي پالیسۍ په توګه کار اخلي.

XS
SM
MD
LG