دافغانستان د هلمند ولایت د والي ویاند عمرځواک د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وويل دا علمیات تر هغه وروسته پیل شول چې د پنجشنبې پر ورځ د وسله والو طالبانو بريدونه په یوه وخت کې د امنیتي کمربند پرڅلورو مهمو نقطو پیل شو.
د هغه په وينا تراوسه شپږ امنیتي سرتیري ټپیان شوي دي. نوموړي زياته کړې چې د بهرنیو ځواکونو په بمبارۍ کې ۱۸ وسله وال وژل شوي دي او ګڼ نور ټپیان دي.
د هغه په وينا د ګرشک په بازار کې وضعت عادي دی او دوکانداران په خپل کاروبار اخته دي.
بلخوا یو شمېر ولسي وګړي وايي، په پارچاوې سیمې کې د هوا او مځکې د لارې په هغه وسله والو ډېر درانه فیرونه کېږي چې ویل کېږي د پنجشنبې په ورځ د افغان ځواکونو پر ضد جګړې ته راغلې وو. له سیمې تازه وتونکي خلک وايي سپینږېري او ماشومان يې بند پاته دي.
بلخوا په ګرشک کې د ملي اردو د شپږم کنډک قومندان جګړن میرویس وايي که د بهرنیو او افغان ځواکونو هوايې ملاتړ نه وای جګړه سختیدله.
ده وویل، دښمن ډېر لوی پلان درلود دوی غوښتل د ګڼو وسله والو او پراخه تبلیغاتو په کولو سره ګرشک ته سقوط ورکړي.
ده زیاته کړه موږ وتوانېدو چې راغلي دښمن ته ماته کړو او د سر بند او پارچاوي په سیمو کې هغوی په شا وتمبوو.
نوموړي زیاتوي،موږ به خپلو عملیاتو ته تر هغو ادامه ورکړو چې وسله وال له سیمو وباسو.
د لښکرګاه په جنوب کې د ناوي ولسوالۍ ترمرکز د سیمو تر نیولو وروسته دا لومړی ځل دی چې وسله وال په یوه بله ولسوالۍ کې پراخه بریدونه کوي او د سیمو نیولو ترڅنګ حکومتي سرتېرو ته د درنو تلفاتو ادعا کوي.
الیاس داعي