د لاسرسي ځای

تازه خبر

قادر بلوڅ: پوځ غواړي چې قبایلي سیمې دې لومړی د قامي بهیر برخه شي


د پاکستان د ریاستي او سرحدي چارو سیفران وزیر ویلي، پوځ غواړي چې قبایلي سیمې دې په خیبر پښتونخوا تر ورګډولو مخکې په قامي بهیر کې شاملې شي.

عبدالقادر بلوڅ د پنجشنبې پر مازیګر د سېنېټ غونډې ته په وینا کې وویل، پوځ په پښتونخوا د قبایلي سیمو تر ورګډولو مخکې هلته د بیا رغونې او پرمختیايي چارو د بشپړولو ټینګار کوي.

د دې په غبرګون، د پیپلز ګوند سېنېټر فرحت الله بابر وویل، د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار بیانونه د قادر بلوڅ له څرګندونو سره په تضاد کې دي ځکه چې هغوی ویلي، په قبایلو کې اصلاحات غواړي.

د دې په ځواب کې د سیفران وزیر وویل، پوځ د اصلاحاتو خلاف نه دی بلکې غواړي چې قبایلي سیمې لومړی د قامي بهیر برخه شي.

نوموړي زیاته کړه چې هڅه کوي د رواج په نوم د قانون مسوده د قامي اسمبلۍ له سیفران کمېټۍ منظوره کړي او د روانې میاشت تر پای مخکې یې سېنېټ ته وړاندې کړي.

د پاکستان پوځ د بلوڅ د تازه څرګندونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG