د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف وايي، پر ده او کورنۍ یې بې بنسټه تورونه پورې شوي


د پاکستان وزیراعظم نواز شریف وايي، پر ده او کورنۍ یې د درغلۍ بې بنسټه تورونه پورې کېږي.

نوموړي د پنجشنبې په بر دیر کې د لواري سورنګ د پرانیستې پر وخت په وینا کې وویل، په پاکستان کې به هېڅوک دا ډول احتساب و نه مني.

نواز شریف دا څرګندونې پر داسې وخت کړې دي چې په سپریم کورټ کې د پاناما اسنادو د مقدمې اورېدنه روانه ده او د جولای پر ۱۰مې ګډې پلټنیزې ډلې په خپل رپورټ کې د نوموړي او د ده د کورنۍ شتمنۍ تر پوښتنو لاندې راوستې دي.

تر دې رپورټ وروسته تحریک انصاف او ځېنو نورو ګوندونو له نواز شریفه د استعفا غوښتنه کړې. خو نوموړي تېره ورځ په خپله وینا کې زیاته کړه چې ځېنې ګوندونه هر سهار ورڅخه د استعفا ورکولو سوال کوي خو دی د ولس په ووټونو ټاکل شوی نو خپله قانوني دنده پوره کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG