د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بټګرام او کوهستان خلکو ته به د مځکو سم قيمت ورکوو: پرويز خټک


فايل فوټو
فايل فوټو

د خېبر پښتونخوا وزيراعلی ويلي، د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره مځکو ورکونکو ته به د بازار له قيمت سره سم پېسې ورکول کېږي.

د وزيراعلی له دفتره خپور شوی بيان وايي، د سېشنبې مازيګر پرويز خټک د بټګرام او کوهستان ضلعو د مشرانو له جرګې سره وليدل او دا خبره يې وکړه.

په جرګه کې شامل د صوباي اسمبلۍ غړي شاه حسين د چارشنبې په ورځ مشال راډیو ته وويل چې په ناسته کې خلکو غوښتنه وه چې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره دې له دوی څخه د مارکېټ يا بازار په قيمت مځکې واخستل شي.

دده په وينا پر دې مهال پرويز خټک د مځکو او مالياتو ادارې له مشره پوښتنه وکړه او هغه د خلکو غوښتنه له قانون سره سمه و بلله.

دده په خبره له دې وروسته وزيراعلی وويل چې خلکو ته به د مارکېټ له قيمت سره سمې پېسې ورکول کېږي.

د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ کې د پښتنو د اندېښنو په اړه فعاله د پښتونخوا ولسي تحريک مشر ډاکټر سيد عالم مسود مشال راډیو ته وويل چې د پنجاب په ملتان او سنده په سکهر کې د چين پاکستان اقتصادي راهدارۍ له وجې اغېزمن شويو د مځکو مالکانو ته د يوه کنال پر سر شپېته شپېته او پنڅوست پنڅوست لاکه روپۍ ورکول کېږي نو بايد په دې حساب د خېبر پښتونخوا د مځکو خاوندانو ته هم تاوان ورکړل شي.

دده په خبره د ملتان او سکهر مځکې شاړې دي خو بل لور ته د مانسهرې او بټګرام مځکې په فصلونو ابادي دي خو هغوي ته د کنال پر سر يو يو لاکه ورکولو وړاندېز شوی وو چې بيا یې دوه دوه لاکه ته زيات کړي.

د سيد عالم په خبره دا خبره دوی راپورته کړې او درې ځله يې احتجاجي مظاهرې هم کړې دي.

خو د شاه حسين په خبره د وزيراعلی تر تازه ژمنې وروسته دا لانجه حل شوې او اوس به د مځکو د ارزښت په حساب خاوندانو ته پېسې ورکول کېږي.

په هزاره ډوېژن کي د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ لپاره په سړک کار په تېزۍ سره روان دی او ددې لپاره د ځايي ولس مځکې هم لاندی کړل شوې خو د مځکې د بيې پر سر د لانجې له وجې ځایي خلکو ته تر دې دمه د تاوان پېسې نه دي ورکړل شوې-

XS
SM
MD
LG