د لاسرسي ځای

تازه خبر

"روسيه دې پر انټرنېټي فعاليتونو او د بيان پر ازادۍ څارنه ليرې کړي"


د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان ((هیومن رایټس واچ)) وایي، روسیې پر انټرنېټي بیانونو د پام وړ محدودیتونه او پر انټرنېټي فعالیتونو یوه ځپوونکې څارنه لګولې او د سختدريځۍ پر ضد مبارزې په پلمه خپل ناقدين محاکمه کوي. په هغه راپور کې چې په نیویارک کې مېشت دغه سازمان نن (سېشنبه) خپور کړ، د روسیې د حکومت اقدامات ثبت شوي او وایي چې داسې ښکاري چې د دغو اقداماتو هدف د حکومت تر پراخ کنټرول لاندې د انټرنېټي فعالیتونو راوستل دي.

روسیې په دا وروستیو کلونو کې یولړ سخت قوانین جوړ کړي چې حکومت ته د دې پراخ امکان ورکوي چې معلوماتو ته لاس رسی محدود کړي، بې کنټروله څارنه وکړي او هغه معلومات سانسور کړي چې حکومت یې سختدريځه او له کلتوري ارزښتونو سره ناسم یا عامو خلکو ته زیانمن ګڼي.

هیومن رایټس واچ له مسکو څخه غواړي چې له هغه قانون څخه چې دا سازمان یې فشار راوړونکی بولي په شاشي، د سختدريځۍ پر ضد د مبارزې په پلمه د نيوکې کوونکو محاکمه کول پای ته ورسوي او هغه نړیوال مسولیتونه پرځای کړي چې د بیان ازادي خوندې کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG