د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونه په هلمند کې نوي عملیات کوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي ، د هلمند په نورو ناامنو سیمو کې هم د عملیاتو پلان لري.

د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د دوشنبې پر ورځ مشال راډیو ته وویل چې ناوه ولسوالۍ یې له وسله والو بیرته نیولې ده.

دولت وزیري زیاته کړه چې سږ کال افغان امنیتي ځواکونه ډېر توانېدلي دي او هم له دې وجې یې په زیاتره سیمو کې د وسله والو فعالیتونو مخه نیولې ده.

افغان امنیتي ځواکونو د ناوې ولسوالۍ له شاوخوا ۹ میاشتو وروسته بېرته نیولې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG