د پاکستان انتخاباتو کمیشن د اعلان له مخې د کوټې چاغي په حلقه اين ای ۲۶۰ د جمعيت علمای اسلام اميدوار، انجنير محمد عثمان باديني ټاکنې ګټلې دي. هغه څلورڅلويښت زره او شپږ سوه لس رايې اخيستې دي.
دا چوکۍ د مئ مياشتې په شلم تاريخ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د يو مشر عبدالرحيم مندوخېل تر مرګ وروسته خالي شوې وه. دلته د عوامي نيشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند او پيپلز ګوند نوماندان يا اميدواران هم ټاکنو ته ولاړ وو.
پيپلز ګوند تور لګولی چې درغلې شوي. دوی نن د جولايي په ۱۷ مه د انتخاباتو کمېشن دفتر مخې ته احتجاج وکړ چې ځيني يې د پوليسو له خوا ونيول شول. په کوټه کې د ټاکنو کمېشن نن په يوه خبرپاڼه کې وويل چې تر انتخاباتو وروسته، بايلونکي اميدواران همداسې تورونه پورې کوي او درغلي نه ده شوې.