د لاسرسي ځای

تازه خبر

"دا مړي او زخميان به څوک اوچتوي"


پراګ - د کورمې د پاړه چنار ۱۸ کلن قمر عباس له لسمه تر پاسېدو وروسته ډیر خوشاله وو او غوښتل یې چې په کالج کې داخله واخلي خو د خرابو مالي حالاتو له کبله یې مزدوري شروع کړه او یو کال یې ضایع کړ. د قمر عباس ارمان وو چې لوی افسر شي او د کورنۍ مالي حالات بدل کړي خو د جون پر۲۳مه د پاړه چنار په چاودونو کې ووژل شو.

د قمرعباس انځور
د قمرعباس انځور

​د قمر عباس مور وایي، د چاودنې غږ اوریدو سره قمر عباس او بل ورور یې حیدر عباس له کوره منډه کړه او د مړو او زخميانو اوچتول یې شروع کړل خو قمر عباس خبر نه وو چې خپله به هم د دې پیښې ښکار شي.

((د پېښې په ځای کې خلکو ماته ویل چې قمر عباس شته، ته مه وارخطا کېږه خو ما ورته وویل، هغه نشته، ورک دی، نو چې ورک دی نو لکه مړ دی خو خلکو ماته حوصلې راکولې.))

خلکو وویل، قمر عباس پکې بچ دی خو ما ویل چې نه ما هغه په خپلو سترګو ولیده، په هغه ځای کې ولاړ وو چرته چې چاودنه وشوه
د قمرعباس خور بس بي بي

د قمر عباس خور بس بي بي وايي، دوی شپږ خویندې او درې وروڼه ول.دا وایي، د روژه ماتې تیاری یې کاوه او ټول وروڼه خویندې یو ځای ناست ول چې ناڅاپه د چاودنې غږ یې واورېد.

((د چاودنې د غږ له اورېدو سره ما بره چت ته منډه کړه او وروڼه مې بهر لاړل. زما وروڼو مړي او زخميان اوچتول چې نا څاپه بله چاودنه وشوه او دوړې شوې. خلکو وویل، قمر عباس پکې بچ دی خو ما ویل چې نه ما قمر عباس په خپلو سترګو ولیده، هغه هم په هغه ځای کې ولاړ وو چرته چې چاودنه وشوه. بیا زه او زما خوېندې بې هوښه شوې وو او د هېڅ نه خبر نه وو چې دا څه وشول؟))

بس بي بي وايي، په چاودنه کې زخمې شوی بل ورور حیدر عباس یې اوس هم په روغتون کې دی.

د دې په خبره، د هغه په پښو کې چرې لا پاتې دي او ډاکتران یې د معذوره کېدو د وېرې له وجې اپرېشن نشي کولای.

د قمر عباس مور وايي، د خرابو حالاتو له وجې یې له وړاندې ژوند ډېر سخت وو خو اوس د یو ځوان زوی وژل کېدو، د بل ژوبلېدو او په راتلونکې کې د بلې داسې پېښې د وېرو له وجې یې ژوند لا نور ګران شوی دی.

نوموړې وايي، قمر عباس ډېر قابله، محنتي او له خلکو سره مرسته کوونکی هلک وو، د قمر عباس مور وایي، د زوی دا خبره به هېڅ کله هم هېره نه کړي چې د چاودنې زخمي شویو ته یې ضرورت دی.

((قمر عباس چې له کوره ووت نو ما ورته وویل، لاړ نشې هسې نه بله چاودنه وشي نو هغه راته په ځواب کې وویل چې دا مړي او زخميان به څوک اوچتوي چې ته ما منع کوې. بس تر دې دوه منټه پس مې زوی ورک شو. ډېره ورپسې خپه یمه، په اور کې ناسته یمه. د هغه جامې، پيزار ، کټ هر څه پراته دي او ډېره ورته خپه کېږم. ما خپل ژوند ډېر په کړاوونو کې تېر کړی خو ما به غوښتل چې ماشومان مې سبقونه ووایي، ما به د پلار له کوره اوړه، وریژې او دغسې نور هر څه راوړل او بیا به مې هغه خرڅ کړل چې د ماشومانو په سبق یې ولګوم.))

ډېره ورپسې خپه یمه، په اور کې ناسته یم. د هغه جامې، پيزار، کټ هر څه پراته دي او ډېره ورته خپه کېږم.
د قمر عباس مور

د قمر عباس خور بس بي بي وایي، د کرایې په کور کې اوسي او مالي حالات یې ډیر خراب دي. نوموړې زیاتوي، د قمر عباس وژل کیدو سره یې د ښه ژوند امېدونه هم ختم شول.

((قمر عباس د میټرک نه پس په بېلا بېلو ځایونو کې مزدوري کوله. زما مور ته به یې ویل چې محنت به کومه، افسر به جوړېږم او که جوړ نه شوم نو بهر بل کوم هېواد ته به ځمه. دا به یې هم ویل چې مورې په تا به عمره او حج کومه، زموږ د قمر عباس ډېر امېدونه وو خو هغه نیمګړي پاتې شول.))

د پاکستان وزیراعظم نواز شریف ویلي ول چې د پاړه چنار په بمي چاودنو کې به د هر وژل شوي کورنۍ ته ۱۰ لاکه او هر زخمي شوې ته پينځه لاکه روپۍ ورکوي.

بس بي بي زیاتوي، حکومت ورته پیسې ورکړې دي خو په کار ده چې په پاړه چنار کې امنیت ټینګ کړي چې نورې خویندې او میندې له داسې کړاوونو وژغورل شي.

XS
SM
MD
LG