د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چنار خلک د پوځ مشر ژمنو ته هیله من دي


په پاړه چنار کې د ختم شوي احتجاج عکس
په پاړه چنار کې د ختم شوي احتجاج عکس

د کرمې ایجنسۍ په مرکز پاڼه چینار کې د احتجاج کونکو پر غوښتنې د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د جمعې په ورځ هغې سيمې ته ورغلی او له ځايي مشرانو سره یې لیده کاته کړي دي. د کرمې ځايي مشرانو د پوځ مشر ته ۱۲غوښتني وړاندي کړې وې په کومو کې چې نوموړي یو شمېر منلې دي.

د کرمې د اهل تشيع انجمن حسينه مشر حاجي فقیر حسن وايي چې د هيواد په نورو برخو کې د ترهګرۍ ضد پوځي عملياتو له وجې حالات ښه شوي دي، خو په کرمه کې حالات ورځ تر بلې خرابيږي.

حاجي فقیر حسند ځايي انتظامې له چلن څخه شکايت وکړ خو وويل چې د پوځ مشر ورسره ژمنه کړي ده.

نوموړی وویل چې “ د پاکستان ولسي حکومت د خپلو ګټو لپاره کار کوي او موږ تپوس نه کوي خو پوځ تر اوسه ښه دی”

حاجی فقير حسن وويل امنيتي ادارې کوشش کوي چې امنيت پر ځاي وساتي خو دوي ته په امنيت ورکولو کې پاتي راغلي دي.

د پاڼه چينار يو ځايي فعال ابرار جان توري مشال راډيو ته وویل چې د احتجاج کوونکو ټولې غوښتني منل شوي دي.

ابرار جان د حکومتي ژمنو پوره کيدو ته هيله منندي وښودله. هغه وویل “د کرمې ايجنسي قبايلو ډيري قربانی ورکړې دي خو په بدل کې ورته څه نه دي ورکړل شوی.

نوموړي وویل چې دوي پر پوځي مشرتابه باور لري او هیله لري چې هغوی به ورسره کړې ژمنې پوره کوي.

ابرار جان توري زياته کړه چې د امنيت ټيګښت لپاره په سمه توګه ګامونه پورته کولو ته اړتيا ده.

بلخوا د پاڼه چينار يو بل فعال محمد حبيب خان ادعا وکړه چې پر سياستدانانو د ولس باور ختم شوی دی.

ده زياته کړه چې که چېرې دوي خپلې وعدي نه پوره کوي، نو يوه کميټي جوړه کړل شوې ده او د پوځ مشر ځيني افسران د دې کار لپاره ګمارلي دي.”

محمد حبيب خان وویل ، ولسي انتظامې له پکار ده چې دوي خپلي ذمه واري هم په غاړه واخلي.

ځايي خبريال محمد شفيق هم دې خبرې ته اشاره وکړه چې د پاړه چينار اوسيدونکي له مقامي انتظامې شکايت لري چې د دوي مسلې نشي هوارولای.

ده وويل “ احتجاج کونکي تر نهو ورځو پورې ناست وو او د سياسي ګوندونو يو مشر هم هلته نه وو ورغلی.

د ده په وینا ، د پاړه چینار احتجاج کوونکي په دې کې کاميابه شول چې د پوځ په مشر خپلې غوښتنې ومني.”

د کرمې پاڼه چينار ځايي مشران تمه لري چې د جون ۲۳مې نيټي پيښي وروسته به په هغه سيمه کې امنيت لپاره ځانګړي ګامونه پورته کړل شي، او د دوي ژوند خوندي ساتلو لپاره به عملي ګامونه هم پورته کړل کيږي.

XS
SM
MD
LG