د لاسرسي ځای

تازه خبر

ضمني انتخابات: د قومي اسمبلۍ د این ای ۲۶۰ حلقې غیر رسمي پایلې


د کوټې نقشه
د کوټې نقشه

د پاکستان د قومۍ اسمبلۍ د این ای ۲۶۰ حلقې لومړنۍ غیر رسمي پایلو ترمخه په ضمني ټول ټاکنو کې د جمیعت علما اسلام ف ډلې عثمان بادیني بری ترلاسه کړی دی.

د قومي اسمبلۍ یاده حلقه چې پکې کوټه، چاغي، نوشکي ا ځینې نورې سیمې شاملې دي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د عبدالرحیم مندوخېل له مړینې وروسته خالي شوې وه.

راپورونه وايي ښاغلي بادیني د نږدې ۴۴ زرو ووټونو سره یاده څوکۍ ګټلې ده. د بلوچستان نېشنل پارټۍ بهادرمینګل نږدې ۳۸ زره او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند جمال ترکي څه د پاسه شل زره رایې خپلې کړې دي.

د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون وايي د قومي اسمبلۍ په یاده حلقه کې د راجستر شویو رایه ورکونکیو شمېره څه د پاسه څلور لکه او شپیته زره ده.

XS
SM
MD
LG