د لاسرسي ځای

جرمني: له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوو


د جرمني ولسمشر فرانک والټر شټاینمایر ویلي، هېواد یې له افغانستان سره همکارۍ ته دوام ورکوي خو افغان ځواکونه دې د امنیت زیاتې ذمه وارۍ خپله پوره کړي.

نوموړي دا خبره د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې له ولسمشر اشرف غني سره د لیدو پر وخت کړې.

تېر مازیګر د ولسمشر له دفتره په خپور شوي بیان کې راغلي، شټاینمایر له مزار شریف سره نېږدې له خپلو سرتېرو سره هم ولیدل.

شټاینمایر پر داسې وخت افغانستان ته تللی چې د مې پر ۳۱مه په کابل کې د جرمني له سفارت سره نېږدې په بمي برید کې له ۱۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG