د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ننګرهار په پچیر اګام کې نور پاڅون کوونکي ځوانان ګمارل کېږي


د ننګرهار چارواکي وايي،له اسلامي دولت ډلې څخه د پچیر اګام ولسوالۍ په نیول شویو سیمو کې به د پاڅون کوونکو لیکو ته نور ځوانان هم جذب کړي.

د ننګرهار والي ویاند عطا الله خوږیاڼي تېر ماښام مشال راډیو ته وویل، والي ګلاب منګل پر دې موضوع د افغان پوځ له مشر جنرال شریف یفتلي سره د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

ده وویل، په پام کې ده چې ژر به ۳۰۰ تنه ولسي پاڅون کوونکي په رسمي توګه جذب شي او ورته به لسګونه پوستې جوړې شي چې نیول شوې سیمې وساتي.

دا مهال د ننګرهار په بېلا بېلو ولسوالیو کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې پر ضد عملیات روان دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG