د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې د ملېشه ځواک پر یوه کیمپ وسله وال برید شوی


په خیبر کې یوه امنیتي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، دا حمله د جمعې پر سهار وختي د بازار زخه خېلو په لرې پرته سیمه جړوبي مېشترې کې شوې ده چې پکې دوه سرتېري ژوبل دي.

ده وویل،لومړی یوه ځانمرګي بریدګر د کیمپ مخې ته پر پوستې برید وکړ او وروسته بل وسله وال له امنیتي سرتېرو سره نښته پیل کړه چې په ډزو کې ووژل شو.

چارواکی زیاتوي، ژوبل سرتېري یې د پېښور پوځي روغتون ته وړي دي. تحریک طالبان پاکستان (جماعت الاحرار) د حملې ذمه واري منلې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG