د افغان روبوټ جوړونکې "لیدا" خوب په رښتیا بدليږي
افغان روبوټ جوړونکې لیدا له پنځو نورو زدهکوونکو نجونو سره امریکا ته ځي او د روبوټ جوړولو په هغې سیالۍ کې چې د ۱۶۰ هېوادونو ښځینه روبوټ جوړونکې پکې برخه لري، ګډون کوي. مخکې امريکا هغې ته وېزه نه وه ورکړې خو اوس دوی د جولای په ۱۶مه کېدونکې دې سياليوو کې ګډون لپاره تګ ته نياری کوي. ویډیو: شاپور صابر