د موصل ښار اوس داسې دی
د عراق وزیراعظم حېدر العبادي د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د موصل ښار یې له اسلامي دولت وسله والې ډلې بیرته نیولی دی. یادې ډلې درې کاله وړاندې فبضه کړی وو. عراقیو عسکرو د امریکا په مشرۍ د اتحادي ځواکونو په ملاتړ تر نهه میاشتنې جګړه ورسته د داعش وسله وال له موصل ښاره و اېستل. د مشال راډیو د خبر مرکزي څانګې په دې اړه یو ویډیو خپره کړې ده چې په دې تېرو څو کلونو کې په موصل کې څه شوي دي؟