د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: افغان حکومت دې طالبانو ته سياسي مراعات ورکړي


نفيس ذکريا
نفيس ذکريا

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وايي د افغانستان مسله پوځي حل نه لري نو ځکه بايد مذاکراتو ته حاضرولو لپاره دې طالبانو ته پر سياسي مراعاتو ورکولو غور وشي. دا خبره د دې وزارت وياند نفیس ذکريا نن اسلام اباد کې خبري غونډه کې وکړه.

ذکريا وويل پاکستان باور لري چې د سولې لپاره د جوړجاړي بهير بايد د افغانانو ملکيت او افغانانو په مشرۍ وي. نوموړي زياته کړه: ((موږ باور لرو چې پر داسې سياسي مراعاتو کار وشي چې طالبان خبرو ته رامات کړي.))

کابل پر اسلام اباد تور پورې کوي چې افغانستان کې حمله کوونکي طالبان په پاکستان کې خوندي ځايونه لري او له هغه ځايه بريدونه پلانوي. خو پاکستان دا نه مني او وايي د ټولو وسله والو ډلو پر ضد يې د بې توپيره عملياتو په کولو سره افغان وسله والې ډلې له خپلې خاورې ويستلې دي.

د سياسي چارو کارپوه، عبدالشکور وايي طالبانو ته د مراعاتو د ورکړې خبره سم کار نه دی. هغه زياتوي: ((په دې سوچ پکار دی چې د مراعاتو د ورکړې خبره څوک کوي؟ له دې معلوميږي چې د دوی واګي د چا په لاس کې کيدای شي؟))

کابل پر اسلام اباد د طالبانو د همکارۍ تور پورې کوي خو پاکستان يې ردوي او وايي د افغانانو په مشرۍ د سولې خبرو ملاتړ کوي

نفیس ذکريا همداراز ننۍ خبري غونډه کې وويل چې پاکستان د افغان حکومت او حزب اسلامي ډلې ترمنځ د سولې لپاره شوي جوړجاړي هرکلی کړی دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار د ۲۰۱۶ کال په سپتمبر مياشت کې د سولې تړون لاسليک کړ. د جنګ بس کولو په بدل کې د حزب اسلامي بنديانو د خوشې کولو او د بنديزونو له تور ليست څخه یې د مشرانو پر ويستلو هوکړه وشوه.

تر اوسه افغان حکومت طالبانو ته د مراعاتو د ورکړې د پاکستان پر وړانديز څه غبرګون نه دی ښودلی خو د سياسي چارو کارپوه، رحيم الله يوسفزی وايي پاکستان بايد د طالبانو په استازيتوب خبرې ونه کړي ځکه چې دې سره به بيا دا خبره کيږي چې پاکستان پر طالبانو کنټرول لري او مذاکراتو ته يې راوستی شي. خو د سياسي چارو يو بل کار پوه، طاهر خان مشال ريډيو ته نن وويل چې د اسلام اباد مقصد ښايي دا دی چې افغان حکومت طالبانو ته په حکومت کې د برخې ورکولو مسله واضحه کړي چې له کبله به یې دغه ډله خبرو ته وهڅيږي.

مشترک عمليات

د پاکستان بهرنيوو چارو وزارت وياند نفیس ذکريا نن اسلام اباد کې خبريالانو ته دا هم وویل چې دی پر پوله د هغو مشترکو عملياتو په اړه معلومات نه لري چې افغان چارواکي يې يادوي. د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د وياند مرستيال نجيب ازاد د دې مياشتې په پېل کې ويلي وو چې کابل او اسلام اباد ته د څو امریکايي سېنېټرانو تر سفر وروسته افغانستان دا وړانديز منلی چې د پاکستاني ځواکونو سره په يو وخت پر ډيورنډ کرښه په خپله خپله خوا کې د وسله والو پر ضد عمليات وکړي.

نوموړي زياته کړې وه چې دې عملياتو کې به د وسله والو د تګ راتګ، فعاليتونو او ادرسونو په اړه هم معلومات شريکيږي. په دې اړه د پاکستان پوځ څه نه دې ويلي.

XS
SM
MD
LG