د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر له پاکستان سره د ګډو عملیاتو وړاندیز ومانه


افغان ولسمشر کابل ته د ورغلیو امریکايي سېنېټر​انو هغه وړاندیز سره توافق کړی چې افغانستان او پاکستان به د ډیورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو پرضد ګډ عملیات کوي.

د سېنېټر جان مککېن په مشرۍ یوه پلاوي د سېشنبې ورځ په کابل کې له ولسمشر محمد اشرف غني سره په دې اړه خبرې وکړې.

دې پلاوي تر دې مخکې په اسلام‎اباد کې له لوړپوړو پاکستانیو پوځي او ملکي چارواکیو سره وکتل.

د ولسمشر یو ویاند نجیب‎الله ازاد وايي، دې امریکايي سېنېټرانو افغان ولسمشر ته وویل چې د پاکستان لوی درستیز جنرال قمر باجوه د ډيورند کرښې په دواړو غاړو کې د ترهګرو ډلو پرضد د ګډو عملیاتو په اړه توافق کړی دی.

دې امریکايي سېنېټرانو همدارنګه ویلي چې امریکا به د دې عملیاتو د تائید او څارنې زمینه برابره کړي.

  • د افغانستان او پاکستان تر منځ به دا ګډ عملیات څه ډول عملیات وي؟

په دې اړه د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد وايي:

"دا داسې ګډ عملیات دي چې که دوی «پاکستان» داسې معلومات ولري چې ګنې د ډیورند کرښې دې خوا دې ترهګر پټ وي چې تر اوسه داسې معلومات نه ‎شته چې په افغانستان کې دې داسې پټنځایونه وي، موږ چمتو یوو چې د نړیوالو تر څار لاندې عملیات وکړو. همدارنګه په دې ګډو عملیاتو کې به موږ دوی ته د هغو وسله‎والو په اړه اسناد او معلومات سپارو چې په پاکستان کې پټنځایونه لري او د افغانستان د حکومت او یا خلکو خلاف جنګېږي. موږ یې په اړه پاکستان او هم متحده ایالاتو ته اسنادونه سپارو او دوی مکلف دي چې په وړاندې یې عملیات وکړي."

د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد
د ولسمشر د ویاند مرستیال نجیب‎الله ازاد

نجیب‎الله ازاد وویل، افغانستان پخوا هم دا غوښتنه کړې وه چې پاکستان دې د نړیوالو تر څارنې لاندې د ترهګرۍ پر ضد جدي اقدامات وکړي او موږ هم تل دې ته چمتو یو چې د پاکستاني لوري د ادعاوو په اړه د نړیوالې تولنې تر څارنې لاندې اقدامات وکړو.

خو د ازاد په وینا پاکستاني لوری د یو درېمګړي تر څارنې لاندې د ترهګرو خلاف عملیاتو ته نه‌ و چمتو.

  • دا چې افغان استخباراتي ادارې وړتیا لري چې د کرښې هاغاړه د هغو وسله‎والو خوندي ځالې په کره توګه په ګوته کړي چې په افغانستان کې بریدونه کوي او په اړه‌یې کره معلومات پاکستان او امریکا سره شریک کړي؟
مک‌کېن:د افغانستان په اړه د امریکا پالیسي کې باید اساسي تغیرات رامنځته شي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:40 0:00

ازاد د افغانستان پر استخباراتي ادارو ډاډ څرګند کړ او و یې‌ ویل، زموږ د استخباراتي ادارو کره معلومات د دې سبب شول چې امریکا، چین او اروپايي ټولنه پر دې قانع کړي چې پاکستان کې د ترهګرو ځالې دي او فشارونه پرې زیات کړي چې په نتیجه کې یې هغوی د یو درېمګړي هېواد تر څارنې لاندې له د دا ډول ګډو عملیاتو سره موافقه وکړه.

  • دا چې امریکا مخکې هم په سیمه کې پوځي شتون او یو ډول څارنه درلوده، د افغانستان او پاکستان پر دې ګډو عملیاتو به‌ یې څارنه له پخواني شتون سره څه توپیر ولري او څه ډول څارنه به وي؟

په دې اړه لا ډېر جزئیات نه‎ دي روښانه، خو د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال ازاد وايي، اوس د جګړې رهبري د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په لاس کې ده، نو د امریکا اوسنۍ څارنه به په افغانستان کې د امریکا له پخواني شتوالي سره توپیر ولري.

پاکستان ته د امریکايي سناتورانو سفر
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:00:47 0:00

​امریکايي سېنېټرانو پلاوي کابل ته تر تلو مخکې پاکستانيو چارواکو ته‌ په څرګندو ټکو ویلي ول چې پر خاوره‌یې د حقاني شبکې او نورو ترهګرو ډلو د پټنځایونو موجودیت د منلو نه‌ دی او باید چې په دې برخه کې خپل دریځ بدل کړي.

داسې ښکاري چې ټرمپ په نوې ستراتيژۍ کې د پاکستان پروړاندې سختدریځ خپل کړی دی.

د دې سناتورانو له ډلې لېنډسي ګراهام افغان چارواکو ته ویلي، د سیمې اوسنی وضعیت د منلو نه ‎دی او که پاکستان تغییر وکړي نو مکافات به ورکړل شي خو که د ترهګرۍ پر وړاندې يې خپله پالېسي بدله نه‎کړه نو سزا به‌ یې وویني.

XS
SM
MD
LG