د لاسرسي ځای

د قبایلي ميرمنو د حقونو لپاره مبارزه کونکو په فاټا کې د ميرمنو له حقونو په سرغړونه انديښنه ښودلې.

په پېښور کې د چارشنبې په ورځ مشال راډيو ته د ميرمنو د حقونو لپاره کارکونکې شاهده شا وويل چې ځينې قبايلي ميرمنې د رواج په نوم په زوره د ودونو او کورني تشدد په څير له يو شمير مسلو سره مخامخ دي.

حکومتي چارواکو له هم پر دې اړه څه نه دي ويلي خو د ښځو حقونو لپاره کارکوونکي وايي د جولای په ۱۹مه د قبايلو د حقونو لپاره کېدونکې لاريون کې به د قبايلي ميرمنو مسلې راپورته کوي.

XS
SM
MD
LG