په لندن کې مېشته د شام د بشري حقونو ډله وايي ، دوي د اسلامي دولت وسله والې ډلې له سرچینو څخه په دې اړه کره مالومات ترلاسه کړي دي چې د دې ډلې مشر ابوبکر البغدادي مړ دی.
د یادې ډلې مشر رامي عبدالرحمان د سېشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې بغدادي د شام په ختیځه صوبه دایر الزور کې مړ شوی دی خو نوموړي دا نه دي ویلي چې بغدادي کله او څنګه مړ شوی دی.
سپینې ماڼې او د امریکا پوځ دواړو ویلي چې دوی د ابوبکر البغدادي د مرګ او ژوند پخلی نشي کولای. کردي او عراقي چارواکو هم د هغه د بغدادي د مرګ پخلی ندی کړی.
د روس د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي وو ,دوی باور لري چې ابوبکر البغدادي یې د مې میاشتې پر ۲۸مه رقعه ښار ته نژدې په یو هوايي برید کې وژلی وو.
په اسلامي دولت وسله واله ډلې پورې د تړلو ټونیزو رسنیو پاڼو په دې اړه هیڅ نه دي ویلي.