د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان جرګې د صنعتي زون غوښتنه وکړه


په شمالي وزیرستان کې د اتمانزۍ وزیرو جرګې له حکومته غوښتنه کړې ده چې هلته دې پر منظور شوي صنعتي زون زر تر زره کار پیل کړي.

دا جرګه د سېشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د میرعلي په نورک کې شوې ده.

ملک عصمت خان وزیر جرګې ته په وینا کې وویل ، دا پروژه د مخصوصو خلکو نه بلکې د ټول وزیرستان په ګټه ده.

د جرګې مشرانو وویل ، دا د وزیرستان د پرمختګ او لوی شمېر خلکو د روزګار پروژه ده دوي ، به یې هیڅ کله ناکامۍ ته نه پرېږدي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG