د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د اوکراین ولسمشر سره نن ملاقات کوي


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر رېکس ټېلرسن نن په کییف کې د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو سره د خبرو لپاره هغه هېواد ته لومړی رسمي سفر کوي.

دا ملاقات د جرمني په همبورګ ښار کې د نړۍ د شلو لویو صنعتي هېوادونو د هغې غونډې یوه ورځ وروسته کیږي چې پکې ټیلرسن د امریکايي ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د هغه روسي سیال ولادي میر پوتین ترمنځ په ملاقات کې برخه واخیسته.

ولسمشر ټرمپ دا ملاقات ډیر ښه یاد کړی او له ماسکو سره یې د ښه اړیکو غوښتنه کړې خو د نوموړي انتظامیې پر روسیې په ۲۰۱۴م کال د اوکراین کرایمیا سیمې الحاق او د دغه هېواد په ختیځ کې له بیلتونپالو سره د ملاتړ له وجې بندیزونه پرځای ساتلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر نوارټ د جولايي پر پينځمه ویلي وو چې ټېلرسن به د اوکراین خپلواکۍ لپاره د واشنګټن پر ژمنو ټینګار وکړي او کییف به د هېواد اقتصادي ، سیاسي او پوځي پیاوړتیا لپاره د اصلاحاتو عملي کولو ته وهڅوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG