د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف: په افغانستان کې د امن لپاره هڅې کوو


د پاکستان وزير اعظم ميا محمد نواز شريف ويلي دي چې نړيوالو ملګرو هيوادونو په مرسته به په افغانستان کي د امن لپاره کار کوي.

نواز شریف ویلي ، په عین حال کې افغان حکومت ته پکار ده چې د امنيت لپاره خپل کردار ترسره کړي.

د وزیر اعظم له دفتره پرون په خپور شوي بيان کې ويل شوي چې نواز شريف دا څرګندوني د پاکستان قامي سلامتيا کونسل د غونډي پر مهال کړې دي.

په بيان کې ويل شوي چې پاکستان په نړۍ کې د ترهګرۍ ضد جنګ کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړی او په دې لړ کې يې ډيرې قرباني ورکړي دي.

په غونډه کې د سيمه يز امن لپاره د ټولو شخړو په هوارولو زور راوړل شوی دی. په غونډه کې د پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه تر څنګ يو شمير سیاسی او پوځي مشرانو هم ګډون وکړو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG