د لاسرسي ځای

تازه خبر

دوو ځانمرګو ۲۶ مصري عسکر وژلي دي


د مصر امنیتي چارواکي وايي دوو ځانمرګو شپږویشت مصري عسکر وژلي دي.

دوي وايي دې ځانمرګو نن په شمالي سینايي ټاپووزمه کې د موټر په وسیله پر یو امنیتي پوسته برید کړی دی.

دا برید په داسې سیمه کې شوی دی چې د اسلامي دولت وسله واله ډله پکې د مصر د حکومتي ځواکونو پرضد جګړه کوي.

چارواکي وايي چې یادې ډلې په ۲۰۱۳م کال کې له هغه ورسته هلته په سلګونه عسکر وژلي دي کله چې پوځ د اسلام پالي ولسمشر محمد مرسي حکومت ړنګ کړ.

XS
SM
MD
LG