په جرمني کې لسګونه پوليس او مظاهره کوونکي ژوبل شوي دي
د جرمني په همبورګ ښار کې نن (جمعه) د شلو لویو صنعتي هېوادونو (جي – ۲۰) تر سرمشریزې مخکې په احتجاج کې لسګونه پولیس او مظاهره کوونکي ژوبل شوي دي.د پنجشبنې پر ماښام سلګونه مخپټي مظاهره کوونکي په ښار کې د سرمایه دارانه نظام پر ضد په احتجاج ول او نښتې هغه وخت وشوې چې دوی پر پولیسو بوتلونه وویشتل او هغوی بیا پر مظاهره کوونکو اوبه وپاشلې. پولیس وايي، په تاوتریخوالي کې شاوخوا ۷۵ پولیسان ژوبل شول چې پکې درې یې په روغتون کې دي.