د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي کوریا ته د امریکا خبرداری


امریکا وایي چې د شمالي کوریا د لومړني قاره وهونکي توغندي د ازموینې له امله د دې هېواد په وړاندې د نورو بندیزونو د لګولو لپاره د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته ډېر ژر د نوي پرېکړه‌ لیک مسوده وړاندې کوي.

دا خبره په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکي هیلي د چارشنبې په ورځ وکړه. هیلي وویل، دغه نوې ازموینه د شمالي کوریا لخوا څرګند پیاوړی پوځي لمسوونکی اقدام دی او زیاته‌ یې کړه چې که دغه کړکېچ ته ډیپلوماتیکه حل لاره ونه‌ موندل شي امریکا ښایي له پیاوړي پوځي ځواک کار واخلي.

روسیې که څه هم د شمالي کوریا د دغه توغندي ازموینه غندلې، خو د امنیت شورا بېړنۍ غونډې ته‌ یې وویل چې د شمالي کوریا په وړاندې د نورو بندیزونو له لګولو یا د هر پوځي اقدام سره مخالفه ده او غواړي چې شمالي کوریا او امریکا دې د دغه کړکېچ د کمولو لپاره جوړ جاړی وکړي.

چین چې په سیمه کې د شمالي کوریا یواځینی متحد دی هم د دغه نوي توغندي ازموینه د نه‌ منلو وړ بللې، خو د دې هېواد په وړاندې یې د پوځي قوې له کارولو سره هم مخالفت څرګند کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG